IQNA

امریکا د  وحشي صهیونیسټي رژيم په جنایتونو کې بشپړ شریکه ده

5:36 - April 26, 2024
د خبر لمبر: 3489110
د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ رهبر عبدالمالک الحوثي په یولړ څرګندونو کې  امریکا  له کلابندۍ ،لوږې  او وژلې رانیولې  ترکنډوالو او نسل وژنې پورې  د فلسطین دملت په ضد  د وحشي صهیونیسټي رژيم  په بوږنونکو جنایتونو کې شریکه وبلله .

ایکنانیوز  د الجزیره له  قوله راپور ورکړی ،  سیدعبدالمالک الحوثي پرون په یوې وینا کې روښانه کړې ده ، دښمن  په غزې تړانګې کې  د  مظلومو خلکو په ضد ډول ډول  جنایتونو ته دوام ورکوي او  هماغه شان د فلسطینیانو عامو وژلو ،برمته کولو ، نسل وژنې او ویجاړید ا اقدامات کوي.

 هغه زیاته کړې ده ،صهیونیسټي دښةن  د فلسطین د ملت دعامې وژلې لپاره نوی تکتیکونو څخه استفاده کوي  چې په هغو کې  د دوی په ډرونز د لګیدلو  لاؤډسپيکرو  له الرې د مرستې  غوښته او د چغو پورته کول  شامل دي څو خلک د مرستو د غږ په اوریدو سره  د غږ وآخوا ته  ورشي  او په یوه ځاي کې د خلکو له غونډيدا وروسته پر هغوی یرغل کوي.

سید عبدالمالک الحوصي روښانه کړې ده ،   د طبی عملې وژله او د ناروغانو د بدنونو د غړو غلا کول، د قبرونو پرانیستل  دغزې تړانګې  په ضد په جنګ کې  د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو یو اړخ دی . هغه په عین حال کې ووئیل،  وحشي صهیونیسټي رژيم په غزې کې روغتونونه  په ډله ایزو قبرونو بدل کړي دي. هر کار  چې  وحشي صهیونیسټي رژيم ئې کوي، د امریکایانو  په هر اړخیز مالی  ، سیاسی اووسلوالو ملاتړونو سره ئې کوي.خو بیا هم د بشری حقوقو ادعاګانې کوي  او ځانونه ئې د بشری حقوقو ټیکداران جوړ کړي دي.باید نړیواله ټولنه دې په خود کې شي  او په غزې تړانګې کې د بشریّت په ضد  روان بونږنکي جنایتونو  د دوام  مخه دې ونیسي  او د  جنایتکارو د سزا کولو لپاره دې لاس په کار شي.

https://iqna.ir/fa/news/4212354

captcha